په ناروی کی د ۹۳ کسانو قاتل لمړی ځل په محکمه کې حاضرشو
رحمت اله روان رحمت اله روان

 په ناروې کې د دوو تروریستی حملو  تر سره کونکي اندرس بیرینګ بریویک ددوشنبی په ورځ لومړي ځل لپاره په محکمه کې د قاضي په وړاندې راڅرګند شو،بریویک  چې په اوسلو او اوسلو ته نژدې په دوو حملو کې یې لږ تر لږه ۹۳ تنه ووژل او شاوخوا سل نور ژوبل کړل، د تیرې جمعې په سهار له نیول کېدو وروسته د لومړي ځل لپاره د اوسلو مرکزي محکمې ته ولیږدول شو.

تورن سړي اندرس بيهرينګ برېويک پرون د تړلو دروازو تر شا د محکمې استماعيه غونډې ته وويل چې دى بېګناه دى ،په داسې حال کې چې ناروې پرون د وروستيو غبرګو بريدونو د قربانيانو وير کاوه، ٣٢ کلن نارويژى چې د ٩٣ کسانو د وژنې په تور نيول شوى، محکمې ته حاضر شو او د دغو دوو پېښو د انګېزې په باب يې څرګندونې وکړې ،اندرس بيهرينګ برېويک په دې تمه و، چې محکمه به يې بېګناه وګڼي. د اوسلو د سيمه ييزې محکمې قاضي کيم هيګر رسنيو ته اجازه ورنه کړه، چې د محاکمې د بهير راپور ورکړي. په حقيقت کې دې اقدام د برېويک مخه ډب کړه چې ونه کړاى شي، د محکمې له ودانۍ د خپلو اسلام ضد مفکورو د خپرولو لپاره سياسي استفاده وکړي ،

هيګر وويل په کافي اندازه اسناد ورسره دي، چې برېويک د دې تروريستي عمل په ترسره کولو تورن ثابتوی

دې حقيقت ته په پام سره چې تورن سړي اصلي واقعيت منلى دى، خو خپله ګناه يې نه ده منلې. په هغه څه چې محکمه پوهېږي، تورن شوى په دې باور دى، دا کړنې يې د دې لپاره کړي، چې د نورو مسايلو تر څنګ، ناروې او لوېديځه اروپا له کلتوري مارکسيزم او  د مسلمانانو له تسلط څخه وژغوري ،هيګر امر وکړ چې د محاکمې د تياريو په موده کې به برېويک تر اتو اوونيو په بند کې وي، څلور اوونۍ به په يوه جلا خونه کې ساتل کېږي ،برېويک اعتراف کړى چې د اوتويا ټاپو د ځوانان په کمپ کې ډزې او په اسلو کې بمي حمله د ده له لوري شوې ده ،د برېويک مدافع وکيل ويلي، موکل يې غوښتل د خپل هېواد او نړۍ خلکو ته څرګنده کړي، چې دا حملې يې ولې کړي ،ګير ليپستاد وويل، برېويک فکر کوي، چې وروستۍ وژنې د توجېه وړ ديده [برېويک] ويلي، چې دده په باور دا کړنې بېرحمانه وې، خو د ده له نظره دا ضروري وې ،اندرس بيهرينګ برېويک په رسمي ډول د ٩٣ کسانو په وژنه تورن دى، ٨٦ کسان يې چې اکثره يې ځوانان دي، اوتويا ټاپو کې په ډزو وژلي او ٧ نور يې په هغه ورځ په بله پېښه کې وژلي د ې، پرون د محاکمې تر غونډې مخکې په ناروې د قربانيانو په ياد خلکو يوه دقيقه چوپتيا غوره کړه ،په ورته وخت کې د ناروې هک حيران شوي خلک په دې باب سوچ کوي، چې څنګه امکان لري يو سړى له پښېمانۍ پرته خپل دومره زيات هېوادوال ووژني ،٣۲کلن برېويک يو افراطي عيسوى دى، چې په ټولنه کې د بېلابېلو کلتورونو او په اورپا کې د اسلام د خپرېدو مخالف دى .

پوليسو د ناروې يوې ورځپاڼې ته ويلي چې تورن سړي د دې هېواد پر کارګر ګوند او صدراعظم د مهاجرت په باب د دوى د پاليسۍ له کبله انتقاد کړى، د ده په باور دې مسئلې په ناروې کې د مسلمانانو شمېر زيات کړى دى

خو د ناروې صدراعظم يس ستولتينبرګ د برېويک دا څرګندونې خواشينوونکې وګڼلې ،د نورو هېوادونو په پرتله موږ دا نه وايو چې په ناروې کې له ښي اړخو سخت دريځو سره لويه ستونزه لرو. خو ځينې ډلې شته چې لانجه ورسره لرو. موږ دوى مخکې هم تعقيب کړي او پوليس په ناروې کې د دغو ښي اړخو سخت دريځو ډلو  په موجوديت خبر دي ،خبريالانو هم د برېويک پل څارلى او په انټرنټ کې يې د هغه له لوري خپرې شوې مقالې کتلي دي، چې تل يې په ناروې کې د مهاجرت پر سياست او د اسلام پر خپراوي د سخت دريځۍ ډک انتقادونه کړي دي ،اندرس بيهرينګ برېويک وايي وروستۍ وژنې يې په يوازې سر کړي او د ښي اړخو سخت دريځو غړى هم نه دى. خو په اوسلو کې پوليس وايي دوى دا احتمال څېړي چې ايا نورو ډلو هم له برېويک سره په دغو دوو حملو کې مرسته کړې ده، که يه

د ناروې د قانون له مخې په دغسې حالاتو کې چارواکې کولای شي چې یو مشکوک کس د څلورو اونیو په مخه په توقیف کې وساتي چې کیدای شي دغه موده تمدید هم شي ،که برایفیک ته د محکمې لخوا سزا ورکول کیږي، نو وروستی حد به یې ۲۱ کاله زندان وي . د یادوني وړ ده، چي د ناروی په قانون  کي اعدام او یا  د ژوند تر پایه د زندان سزا منع ده

دپولیسو له را پور سره سم اصلي متهم اندرس بېهرینګ بری ویک هم د صدارت د بمي چاودنه او هم د (ووت اوېا)په ټاپو کې د ټول وژنو مسول دی. د افتن پوستن د ورځپاڼې له وینا سره سم دا ۳۲ کلن ځوان دښي لاسو تندلارو له کړیو سره تړاو لري. له نوم سره یې ډېر کسان آشنا دي خو دا چې دی په خپله څه ډول شخصیت دی هیڅچا ته څرګنده نه ده. د ښي لاسي پرمختګ ګوند مشرې  له یو خبري تلویزیوني چینل سره په مرکه کې د دې تصدیق کړی دی چې یاد شوي متهم په ۲۰۰۶ کال کې د دوی د ګوند غړیتوب درلود

په عین حال کې پرون په اوسلو کې د حملو د قربانیانو د ویر مراسم د کلیسا د زنګ په کړنګولو، مذهبي ترانو او ویناوو سره ترسره شول ،په دغو مراسمو کې د ناروې د صدراعظم او د دې هېواد پاچا او ملکي په ګډون لوړ رتبه چارواکو او د قربانیانو د کورنیو غړېو ګډون کړی و ،لومړي وزیر په خپله لومړنۍ ویناکې چاودنه او د(ووت اویا) پېښه د ناروېجي ولسواکۍ لپاره یوه لویه ننګوله وبلله او ویې ویل چې اړینه ده چې پرېنږدو چې ویره دي لاسبري شي. زورزیاتی نه باید مونږ له نورماله فعالیته وویروي ،چاودنې نه شي کولای زمونږ خولې راوتړي او مونږ به د تشدد سره د ولسواکۍ د لازیات غښتلي کولو پر مټ مبارزه کوو.

په ناروی کی ټول اوسیدونکی افغانان دتیری جمعی ور ځي ترورستی عمل چی په هغه کی ۹۳ کسان چی اکثره یی تنکی ځوانان دی له منځه تللی  او ۹۰ کسان نوردیوه ۱۹ کلن افغان (حسین کاظیمی ) په شمول زخمیان دی په کلکو الفاظو غندې ،د ا ځکه چی افغانان او افغا نستان خلک له کلو نو کلو نو را په دې خوا د ترو ريستي اوډار اچوونکى بريد ونو له ا مله ځوريږي او له بل هرچا څخه ښه د ناروي د خلکو په درد او رنځ پوهيږي ،د ناروی د غمځپولو کورنیو ، د ناروی د ولس ، او حکومت  سره په دی اړه په ټول غم او درد کی ځانونه شریک ګڼی  او په داسی حال کی چی خپل مورنی هیواد افغانستان یی دهمداسی  ورځنیو تباهیو اوبمباریو سره مخ دی او غواړی  خپل هیواد یی هم دسولی اوثبات  په لور را وګرځی ، د ناروی په څیر په یوه سوله دوست هیواد کی داسی تروریستی عمل که دهری لوری څخه وی سخت  محکموي او خپله کرکه او نفرت ورڅخه اعلانوي ،ناروی د سولی او امن مرکز دی اوپه نړۍ کی یی دسولی او امن د راوستلو له پاره د هیڅ  ډول  هڅو څخه دریغ نه دی کړی ، مونږ افغانان  هیله لرو  چی په ناروی کی به ددغه پیښی ټولی غمځپلی کورنۍ ، دناروی  ولس او حکومت  د دغی ناوړه او کرکجنه پیښی غم په پوره زغم سره پورته کړی او ددموکراسی هیلی او ارزوګانی لا نوری هم پیاوړی کړې .پای


July 26th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها